غزل

سره لمبه گوره چې څه کا په وچ ډکي

Rahman Baba

سره لمبه گوره چې څه کا په وچ ډکي

مخ د يار په رحمان هسې چارې کاندې

په هر ځای چې ستا ثنا شي ښېو گرې

خر مهرې شي هلته در و مرغلرې

د هغو سترگو به اوښکې وي گل رنگې

هر چې ستا په گل رخسار وي منتظرې

هغه کله د ناصح خبرې اوري!

هر چې اوري ستا وړې وړې خبرې

مرور کاندي عاشق له جمله خلکه

معشوقې له هېچا مه شه مرورې

په ساعت کې سړی مړ هم يې ژوندی کا

طايفې دي دخوبانو سحر گرې

زه ځان ډوب گڼم بې تا په خپلووينو

که مې ډوب کا څوک په شهدو په شکرې

لرې لرې غم دې واړه رانزدې کړ

چې د مخه دې حجاب کړ راته لرې

چې مې نوم دستا د تورو زلفو واخست

راپسې شوې د بلا تورې لښکرې

هېڅ په حق د حقدارانو نه گروهېږي

همېشه زما په وړي زړه منکرې

زما ستا مينه څرگنده په جهان ده

ولې دا رنگه څرگنده گواهي نغرې

زه چې ستا له غمه ژاړم آه فرياد کړم

د رقيب کره هم ډول وي هم سندرې

د رحمان شعر به ولې نادر نه وي

چې ثنا کاندي د تا غوندې نادرې