نظم
سارانۍ مينه
Abdul Bari Jahaniما به ويل چي ما به نه مچوې
ما ته په غېږه کي ځاى مه راکوه
زما سارانۍ سينه لا ميني ازمېيلې نه ده
پکښي د چا د ميني شمع لګېدلې نه ده
شونډي مي هم لا د ماشومو په څېر
د چا تودو شونډو ليدلي نه دي
زه پوهېدم که مي سينه کي يو ځل
د چا د ميني لمبه بله سوله
زه پوهېدم که مي غوږونو يو وار
د چا د ميني وعده واخيستله
بيا مي اورونه د وژلو نه دي
بيا مي وعدې د ماتولو نه دي
خو ته هغسي نه وې
ته زما په شاني سارانۍ رالويه سوې نه وې
ستا بازاري ستا سوداګري غېږي
يوازي زه او زما مينه لوبولې نه وو
معصومو سترګو دي وعدې د ميني ډېري کړلې
نازکو شونډو دي زر ځله په وفا لوړلې
ته به زما نه سې نه به زما مينه د ځان وبولې
خو زما په زړه کي لګېدلې شمع
د بلي ميني په اور نه سوځېږي