غزل

څرخ مې ستا د بڼو غشي په سينه دي

Rahman Baba

څرخ مې ستا د بڼو غشي په سينه دي

پورې وورې مې وتلي تر اينه دي

تل يې مخ ديار په مخ باندې وي ايښی

هغه زړونه چې بې رنگه آيينه دي

هسې نه چې زه نن ورځ په تا شيدا يم

ستا غمونه مې په زړه کې ديرينه دي

لکه ستوري چې برېښنا کا په اسمان کې

په ټټر مې ستا داغونه نگينه دي

نه شها زما په سترگو کې جلوه کا

ماه ومهر يې و مخ ته آيينه دي

درته وايم چې له آهه يې پرهېز کا

د هغو په پوشا کونه پشمينه دي

که دا ستا رخسار سوزانې لمبې نه دي

ولې کسي زما تور سوي نينه دي

څه به سم په صبحدم گورې و چا ته

چې دې سترگې په مې مستې شبينه دي

هغه سترگې چې پيدا کړې خدای خونريزي

بې غضبه په غضب او په کينه دي

شرابيان چې شراب مومي خو يې شومي

کله منع په اختر په ادينه دي

چې تمام دخپل ځيگر په وينو رنگ شه

د رحمان خبرې ځکه رنگينه دي