نظم سبا Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ساقي پرون د مستۍ لاپي کړلې ما د خمار له ترخو شپو ژړله 02 دوی مستېدل ما د سبا د وېري د دوی پر تشو پېمانو ژړله 03 دوی له طلوع سره فالونه کتل ما د غروب خونړۍ سترګي ليدې 04 دوی د جنت په کيسو نه مړېدل ما د دوږخ له کړاوو ژړله 05 دوی دخيالونو سمندر کي لاهو ما يې څپو کي نهنګان وليدل 06 دوی د آرام ساحل غوټې وهلې ما له سرکښو توپانو ژړله 07 دوی له نوبته رقيبان وايستل په بربادۍ يې پېمانې پورته کړې 08 ما د زغمي ښامار د قهر سترګي ليدلې ځکه مي ورو ورو ژړله 09 ملګرو زما د ميخانو ملګرو زما د خمونو د جامو ملګرو 10 سبا هوښيار اوسئ مستي به نه وي ساقي به نه وي پايکوبي به نه وي Dictionary meaning × Headword