نظم
سبا
عبدالباري جهانيساقي پرون د مستۍ لاپي کړلې
ما د خمار له ترخو شپو ژړله
دوی مستېدل ما د سبا د وېري
د دوی پر تشو پېمانو ژړله
دوی له طلوع سره فالونه کتل
ما د غروب خونړۍ سترګي ليدې
دوی د جنت په کيسو نه مړېدل
ما د دوږخ له کړاوو ژړله
دوی دخيالونو سمندر کي لاهو
ما يې څپو کي نهنګان وليدل
دوی د آرام ساحل غوټې وهلې
ما له سرکښو توپانو ژړله
دوی له نوبته رقيبان وايستل
په بربادۍ يې پېمانې پورته کړې
ما د زغمي ښامار د قهر سترګي
ليدلې ځکه مي ورو ورو ژړله
ملګرو زما د ميخانو ملګرو
زما د خمونو د جامو ملګرو
سبا هوښيار اوسئ مستي به نه وي
ساقي به نه وي پايکوبي به نه وي