غزل

صبر سکون او اطمېنان مې بائيلو

Khatir Afridi

صبر سکون او اطمېنان مې بائيلو

جانان مې اوګټو خو ځان مې بائيلو

د څو رنګينو شان لمحو په لالچ

سم عبادت وو په شيطان مې بائيلو

څه په کم ظرفو جوارګرو پېښ شوم

ځان مې په بائيلو خو ارزان مې بائيلو

څه مې حاصل کړل د جانان د کوڅې نه

ديدن مې اوکړو خو ګرېوان مې بائيلو

څه چې ګټې څه به بائېلې زړګيه

منزل ما اوګټو کاروان مې بائيلو

په شيخ مې اوڅښل په خندا شو وې وې

لذت يې ډېر وو خو ايمان مې بائيلو