نظم شاعر Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څه رندي او څه شور څه مستي څه بلبل غوندې گل پرستي 02 دعشق اور باندې سوی ستي د شاعر ده همدغه هستي 03 لکه گل جگرخون او خندان د بهار په وږمه پرېشان 04 په اوربل په کاکل د جانان لکه تاج وي په سر سرگردان 05 نرم زړه د عيسی خوښوي خو فرعون او قارون غرقوي 06 د نمرود ټول بتان ماتوي د ښايست بت ته سر ټيټوي 07 له هر قيده آزاد زنداني د عشق غم گڼي تاج سلطاني 08 ورسره شامدام حيراني سرکښې فکر او خيال جهاني 09 نه يې يار چېرې شته ته ريبار خوار زو ورسره د ديدار 10 خدای خبر څوک راځي په دې لار لري ډېر نامعلوم انتظار Dictionary meaning × Headword