نظم

شاعر

ګل پاچا الفت

څه رندي او څه شور څه مستي

څه بلبل غوندې گل پرستي

دعشق اور باندې سوی ستي

د شاعر ده همدغه هستي

لکه گل جگرخون او خندان

د بهار په وږمه پرېشان

په اوربل په کاکل د جانان

لکه تاج وي په سر سرگردان

نرم زړه د عيسی خوښوي

خو فرعون او قارون غرقوي

د نمرود ټول بتان ماتوي

د ښايست بت ته سر ټيټوي

له هر قيده آزاد زنداني

د عشق غم گڼي تاج سلطاني

ورسره شامدام حيراني

سرکښې فکر او خيال جهاني

نه يې يار چېرې شته ته ريبار

خوار زو ورسره د ديدار

خدای خبر څوک راځي په دې لار

لري ډېر نامعلوم انتظار