نظم
شناخته
Abdul Bari Jahaniلکه په ژوند چي دي هېر کړى يمه
د قبر شناخته به مي نه پېژنې
د پسرلي باران به دلته هلته
زما د لحد سره نژدې او ليري
واښه شيندلي وي او ژړ ګلونه
د زمانې لولۍ به زما په شاني ډېر مينان
د تودې غېږي وي ايستلي د ابد لپاره
زما له لحد څخه به ليري پر يو بله شناخته
چي زما په ژوند کي به لا هېره وه
د خپلو پردو
يوه له سېله جلا سوې مرغۍ
اوږدو چورتونو څخه وروسته يو ځل وچغېږي
او ماتوي به هديره کي د مرګي خاموشي
زه به دي هېر يم
او زما شناخته به هم نه پېژنې
او زما چيغي به هم
ستا تر غوږونو رسېدلي نه وي
خو ستا په ياد به مي زخمي نظمونه
د بېلتانه په اور سوځلي چېغي
د زمانې رنځوري شپې ويښوي
او هر ګړى به د نسيمه سره
زما د ځپلو اسوېليو بهير
لکه د مني په سړو بادو کي
د رژېدلو ژړو پاڼو زګېروى
دريادوي ستا پخواني مينان
د بې وسۍ لېونتوب
او د عالم له سترګو پټي رغړېدلي اوښکي