نظم
شناخته
عبدالباري جهانيلکه په ژوند چي دي هېر کړى يمه ـ
د قبر شناخته به مي نه پېژنې ـ
د پسرلي باران به دلته هلته ـ
زما د لحد سره نژدې او ليري ـ
واښه شيندلي وي او ژړ ګلونه ـ
د زمانې لولۍ به زما په شاني ډېر مينان ـ
د تودې غېږي وي ايستلي د ابد لپاره ـ
زما له لحد څخه به ليري پر يو بله شناخته ـ
چي زما په ژوند کي به لا هېره وه ـ
د خپلو پردو ـ
يوه له سېله جلا سوې مرغۍ ـ
اوږدو چورتونو څخه وروسته يو ځل وچغېږي ـ
او ماتوي به هديره کي د مرګي خاموشي ـ
زه به دي هېر يم ـ
او زما شناخته به هم نه پېژنې ـ
او زما چيغي به هم ـ
ستا تر غوږونو رسېدلي نه وي ـ
خو ستا په ياد به مي زخمي نظمونه ـ
د بېلتانه په اور سوځلي چېغي ـ
د زمانې رنځوري شپې ويښوي ـ
او هر ګړى به د نسيمه سره ـ
زما د ځپلو اسوېليو بهير ـ
لکه د مني په سړو بادو کي ـ
د رژېدلو ژړو پاڼو زګېروى ـ
دريادوي ستا پخواني مينان ـ
د بې وسۍ لېونتوب ـ
او د عالم له سترګو پټي رغړېدلي اوښکي ـ