غزل شوخۍ زما د سترگو شوې ځوانۍ زما د شپو Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 شوخۍ زما د سترگو شوې ځوانۍ زما د شپو خوی بوی د زلفو راوړ پرېشانۍ زما د شپو 02 هر څو ورته سپوږمۍ که نقرۍ ور کړو لباس ښکارېږي انتظار کې عريانۍ زما د شپو 03 تېرېږي که هر څو يې تېرېدل نه و په زړه هوښيارې زما غم کړې نادانۍ زما د شپو 04 تسپې د ستورو پير ترې د سحر وتښتوي زبادېږي دا په چا مسلمانۍ زما دشپو 05 ارمان او اضطراب او انتظار او خاموشۍ محفل د ابادو دی ويرانۍ زما د شپو 06 خاونده دادې يار دی التفات، که تغافل پيدا شوې په شبگير پښېمانۍ زما دشپو 07 حمزه چې اشنا راغی خوب مې هم ورسره وه بس دومره مېوه راوړه قربانۍ زما د شپو Dictionary meaning × Headword