غزل

شوخۍ زما د سترگو شوې ځوانۍ زما د شپو

امیر حمزه شینواری

شوخۍ زما د سترگو شوې ځوانۍ زما د شپو

خوی بوی د زلفو راوړ پرېشانۍ زما د شپو

هر څو ورته سپوږمۍ که نقرۍ ور کړو لباس

ښکارېږي انتظار کې عريانۍ زما د شپو

تېرېږي که هر څو يې تېرېدل نه و په زړه

هوښيارې زما غم کړې نادانۍ زما د شپو

تسپې د ستورو پير ترې د سحر وتښتوي

زبادېږي دا په چا مسلمانۍ زما دشپو

ارمان او اضطراب او انتظار او خاموشۍ

محفل د ابادو دی ويرانۍ زما د شپو

خاونده دادې يار دی التفات، که تغافل

پيدا شوې په شبگير پښېمانۍ زما دشپو

حمزه چې اشنا راغی خوب مې هم ورسره وه

بس دومره مېوه راوړه قربانۍ زما د شپو