غزل شته په هر طرف کې زمونږ پام د بېنوا Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 شته په هر طرف کې زمونږ پام د بېنوا ويړ په شش جهت کې وينم دام د بېنوا 02 جام به د سامان دده محفل کې په گردش شي چا چې شونډې کېښودې په جام د بېنوا 03 خوند د بادشهۍ به يې سبب د انقباض وي څوک چې له اخلاصه شي غلام د بېنوا 04 موسکه مې دنيا دبو تراب (رض) په تصور ده زيات به له دې نور څه وي اکرام د بېنوا 05 خلاص يې کړم د ډېرو سلامونو نه په ژوند کې يو کرت چې ما وکړو سلام د بېنوا 06 دا د زړه پولۍ مې هره زړه ده په معنی کې ښکاري چې برپا دی پرې خيام د بېنوا 07 راشه د حمزه د هر وېښته نه يې ونغوېږه غواړې که طالبه څه کلام د بېنوا Dictionary meaning × Headword