غزل

شوه لاهو مې بې گودره سفينه

Hamza Shinwari

شوه لاهو مې بې گودره سفينه

دا زما د ډوبېدو ده قرينه

چې کتل مې آيينې ته آيينه شوم

اوس نه ځان وينمه خپل نه آيينه

د وصال د بورجل سره ته ختل گران دي

په زينه پسې راځي بله زينه

د درياب او د سېلاب نه هم سوا وي

په منزل د عاشقۍ کې يوه چينه

ای حمزه! له سره تېر شه که يار غواړې

په رښتيا سره که مرد يې نارينه