غزل
شوه لاهو مې بې گودره سفينه
امیر حمزه شینواریشوه لاهو مې بې گودره سفينه
دا زما د ډوبېدو ده قرينه
چې کتل مې آيينې ته آيينه شوم
اوس نه ځان وينمه خپل نه آيينه
د وصال د بورجل سره ته ختل گران دي
په زينه پسې راځي بله زينه
د درياب او د سېلاب نه هم سوا وي
په منزل د عاشقۍ کې يوه چينه
ای حمزه! له سره تېر شه که يار غواړې
په رښتيا سره که مرد يې نارينه