غزل

سلام سلام ګرانه کاروانه سلام

Pir Mohammad Karwan

وایه چې هېر دې یم کنه ملګریه؟ !

زما د سویولو غړنو شیبو

ستړیه ستومانه اوښبنه ملګریه!

ظالمه نه رادرومې مرم درپسې

د سور کي اوښ د ګونګرو شرنګ دې اورم

ها چې اهد ء دې ؤشپونګي شهید ته

هاغه غزل په وینو رنګ دې اورم

نن سبا مستې ترانې نه لیکې

منمه ستا د قلم نوکه ما ته

ستا د شاعر زړګي په شنه ستوري کې

د سپین هلال د تورې څوک ما ته

چې ستا د چاو دو پښو په وینو سره وو

نن مې شمال هغه سرګړي ښکل کړل

ستا د شرابو شیشې تشې مه شه

راشه سو ما مې درته واړه ګل کړل

راځي د شاتو ګلوزرې مچۍ

دانه دانه دي غزلتوري ګرځي

ستا د مسرو پنجرې یې خچې پچې

د غره مارغان شي په هر اوري ګرځي

درته کافرې تذانې لرمه

راشه یو څویې مسلمانې خوکړه

خیر دی یو څو به ملکې شي درته

ځینې یې وینځې غلامانې خو کړه

منمه نن سبا تش لاسی یې ډیر

له خیالي لاس دې د شعر کب ښوییږي

لا دې په زړه کې تنده نه ده راشنه

چې دې له شونډو جام درب ښوییږي

سرپه ځنګون چې کړم په خوب دې وینم

دناصر باغ په هدیره کې ګرځې

لکه غاټول غوندې راټول غوندې یې

دزړه دداغ په هدیره کې ګرځې

زه هم خبر شوم ځورولی یې چا

کره کتونکو درته کم کتلي

د شاعر زړه ګلاب دې مړاوې مه شه

ما دې دسرواوښکو شبنم کتلي

ستر ګې دې ډکې دي دزړه له رنګه

خبرې نه کوې سندرې ګورې

دشعر کوترې په پنجونه درځي

لکه سپین باز لوړې ژورې ګورې

راشه پخلا شه مروره آشنا

چوپو بلبلو ته سندرې راوړه

دپرښو پرښو پنجرې ما توه

بندي طوطیانو ته شکرې راوړه

راشه دشپې راشه شاعر به دې کړم

که د سپوږمۍ په جام کې شومې شیبې

د قمري غوږ کې کوکو کوووایه

چې راپه یادې شي ما شومې شیبې

لکه د خدای دشنه کتاب په شانې

دسپینو وړانګو په چترۍ کې راکوز

په خدای که شین ځنګل مې وګڼې اوس

سره له ستورویم سپوږمۍ کې راکوز

دشنو چندڼو په خوشبو کې لامبم

شپه ده په شان د شان د شنه ښامار پروت یم

نه نه پر سرمې ده سپوږمۍ ولاړه

چا پیر د سپینو ستوروها ر پروت یم

پر سر د هغې تپې ستوری ولاړ

چې ستا د سره اوښ کپرۍ ښخه ده

پر مخ یې لاس دنښتروواهمه

چې هسې نه پکې سپوږمۍ ښخه ده

سهار مې لمر لکه زرینه بیړۍ

زما د شنې غیږې په سین کې ګرځي

داد شهید شاعر خوشحاله اروا

په ایا تونو د یاسین کې ګرځي

شډل بازان لکه سټینګر توغندي

وزرې شخې غاړې لکې نیسي

دبرګ وزروغرنو کوترو

پئتې مهینې الوتکې نیسي

ها چې روسي هوا بازنه شوو یشتی

لښکرو لاړ پر هغه لوړ ګلونه

ته واقیام دی شهیدانو کړی

بیالو غړن دي دګو ګړ ګلونه

ماشوم شپونکی څه په هنرور خیژي

ترېنه راوړي ګیډۍ ګیډۍ په مینه

پرو چو شونډویې ټپه ښکلوي

ناوکۍ خورته وړې ډالۍ په مینه

لمدې څیړۍ ته مې چندڼ په سلام

شنې په باران مې بنفشې

دښکلابریدمې څوک ټاکلی نه شي

بس یو ښایست یم بې نقشې بې نقشې

هغه د شنې غونډۍ نښتر دې په یاد ؟

چې یې ټټر کې توغندی ښخ ؤ

چې یې پروکې سور ځونډي ښخ ؤ

اوس له هغه زخم نه څانګه راشنه

چې پرې وږمه راشي لونګ خوروي

او که شمال ور سره وکړي شوخي

بیا خو د شنو بنګړیو شرنګ خوروي

دشپې پردې څانګه بلبله کیني

چې سرودونه دزبوریې په یاد

په سوي غږ سره محشر پنځوي

ته وا اسرارد کوه طوریې په یاد

په سپیده داغ بلالي چیغه وکړي

څه په خوږه ژبه قران وایي

ټول کاینات ورته ټالۍ ووهي

په تر نم چې الرحمان وایي

راشه زما پرلمن لاس لګوه

چې څومره غواړې دومره مینه درکړم

مسرې یې سېل د طاووسانو واخله

چې سپین غزل ته دې شنه وینه درکړم

که حما سه که دې جلال وي په کار

دبرګي پړانګ لیونې سترګې لرم

اود جمال دنازکۍ لپاره

ګور ه په رم د هوسۍ سترګې لرم

زه چې په لمنځو کې شمال وشیندم

دڅڼو بوی به دد لبرو هېر کړې

منم دخیال تیشه به و غور ځوې

دغه بتان به د ډبرو هېرکړې

درته به راولم شاعر ه اروا

دورک ارم دښاپیرۍ په بڼه

درته دلمرزرین تارونه اوبم

بس دسندرو دکیږدۍ په بڼه

که د سندرو ښاپیرۍ ښکلوې

څوګامه مخکې له خبل ځانه راشه

دشنو بنګړو شرنګایې اورې کنه؟!

درته نارې وهي کاروانه راشه

دښکلا داسې جزیرې درښیم

چې دشاعر سړي په خیال کې نه شته

ستا دیوې ټپې په زړي کې شته

دنورو ژبو په جوال کې نه شته

راشه چې لرې پروازونه درکړم

چې په شفق دې وزر ولګیږي

درته سکې د ښکلا توس اخیستې

ټا په به ستاد هنرو لګیږي

راشه دشپې راشه شاعر به دې کړم

په شنواوبو کې راڼه ستوري ګرځط

دوی پرزرین مازیګر لوړه کړې

چې ټول به ستا دغزل توري ګرځي

لیک مې درو لیږه درو به رسي

هو دالهام دیوې کوترې په لاس

بازان یې نه لوټي ځواب يې راکړه

دشنه باګرام دیوې کوترې په لاس

ستا دبهیر یاران په مینه نما نځم

له شنې دعانه مې ځولۍ ډکې دي

منم بهیر به شي د شمعو بهیر

له شهیدانو مې غونډۍ ډکې دي

دا عاشقان داعارفان د بهیر

د صوفیانه نظام جنډې به واخلي

چې یې منصور ؤ په مستۍ راوستی

په نوم د هغه جام جنډې به واخلي

ګوره چې هېر دې نه شم هېر دې ډیر دي

یوځلې بیا وایم چې بیا به راځې

پر پخوانو پلونو دې ګرد پریوتی

کرانه کاروانه خامخا به راځې

خدای خبر هېر دې یم که یاد به دې یم

زما پر زړه باندې خو ګرځې مدام

ها، یې ماشوم شې لولکۍ رانیسې

دګل پر غوړ ګوباندې غورځې مدام

راشه جانانه پرې سندرې وایه

دڅیړۍ پاڼې پاڼې ژبې زما

راشه چې جانانه پرې سندرې وایه

د څیړۍ پاڼې پاڼې ژبې زما

راشه چې شین شم رنګ مې زیړاوښتی

د بېلتانه له زېړۍ تبې زما

چې مازیګر شي شنو دروته زما

لمر دزخمي مارغه په شان راشي

ستړي وزر راباندې و غوړوي

کاروانه ستا دزړه په شان راشي

۲ / ۷ / ۱۹ ۹۸    پیښور، ناصر باغ نوی کمپ