نظم

صلح کل

Gul Pacha Ulfat

له واړه کوره راوځه لوی جهان سره اشنا شه

خېل او قام نه را اوچت شه له انسان سره اشنا شه

له هگۍ نه رابهر شه په قفس کښې مه اوسېږه

له دې ټيټې هوا پورته له طيران سره اشنا شه

د زمان مکان په قيد کښې اوسېد نه اسارت دی

محدود مه اوسه هر گوره لامکان سره اشنا شه

د بندي فکر خاونده دوهمو نظر بنده!

که ذهني آزادي غواړې له عرفان سره اشنا شه

که دځان په شان انسان ته درېدلی يې سرکوزی

ځان دې نه دی پېژندلی له خپل ځان سره اشنا شه

چې د جاه و جلال بت ته په سجده باندې نسکوريې

بې ايمانه راته ښکاري له اېمان سره اشنا شه

چې سړی هر څومره لوی شي تر ځان لوی سره آشنا شي

والا شان سره آشنا شوې دخدای شان سره اشنا شه

د جهان تاريخ ته ځيرشه د بدلون اړخونه گوره

کُل يَوم هُوَفیِ شَانِِِ دي له هر شان سره اشنا شه

اور اوبو سره دې کار دی په خوږو ترخو ژوندی يې

صلح کل شه! د اضدادو، خاندان سره اشنا شه