نظم
سندره (آشيانه)
Abdul Bari Jahaniبيا په زړه کي ګرځي زمولېدلې ترانه
ياده سوه بلبل ته سوځېدلې آشيانه
نن مي ژوندي سوي د کلو بيده رنځونه
بيا راته پخلا سول د بېلتون غليم فوجونه
ماته مي سول خيالونه يو په يو دانه دانه
ستړي سولې اوښکي ګرېوانه ته په مزلونو
ورکي کړلې لاري لېونيو تدبيرونو
سوال مي د طواف دئ راته ښيي بتخانه
ميني مي شېرين کړله فصلونه د نکلونو
ما ته مي نزله کړه د کوهکن په کلنګونو
خورمه پر سر کاڼي ته وايمه دېوانه
راغلې تر غوږونو د زخمي نسيم کوکاري
مات يې دي څنګونه د رويبار پورته چيغاري
اور دئ لګېدلى په خلوت او ميخانه
بيا مي ارماني وزر په دام دئ کښېنولي
بيا مي د اقبال د لمر شغلې ترندي نيولي
خضر د چينې پر غاړه وکړه بهانه
بيا مي سوځوي د دوږخي ميني يادونه
بيا مي له مستيه خمار اخلي کساتونه
راکړه د قسمت ساقي نسکوره پيمانه
بيا پر ارمانجنو لارو ورکي سولې کډي
ځي د جهاني رنځوري هيلي ګډي وډي
بيا د ښامارانو په نامه سوه خزانه