نظم

سندره (آشيانه)

عبدالباري جهاني

بيا په زړه کي ګرځي زمولېدلې ترانه

ياده سوه بلبل ته سوځېدلې آشيانه

نن مي ژوندي سوي د کلو بيده رنځونه

بيا راته پخلا سول د بېلتون غليم فوجونه

ـ ماته مي سول خيالونه يو په يو دانه دانه

ستړي سولې اوښکي ګرېوانه ته په مزلونو

ورکي کړلې لاري لېونيو تدبيرونو

ـ سوال مي د طواف دئ راته ښيي بتخانه

ميني مي شېرين کړله فصلونه د نکلونو

ما ته مي نزله کړه د کوهکن په کلنګونو

ـ خورمه پر سر کاڼي ته وايمه دېوانه

راغلې تر غوږونو د زخمي نسيم کوکاري

مات يې دي څنګونه د رويبار پورته چيغاري

ـ اور دئ لګېدلى په خلوت او ميخانه

بيا مي ارماني وزر په دام دئ کښېنولي

بيا مي د اقبال د لمر شغلې ترندي نيولي

ـ خضر د چينې پر غاړه وکړه بهانه

بيا مي سوځوي د دوږخي ميني يادونه

بيا مي له مستيه خمار اخلي کساتونه

ـ راکړه د قسمت ساقي نسکوره پيمانه

بيا پر ارمانجنو لارو ورکي سولې کډي

ځي د جهاني رنځوري هيلي ګډي وډي

ـ بيا د ښامارانو په نامه سوه خزانه