نظم

سندري

Darwish Durrani

نو به اړ يې چي خنجر درسره واخلې

يا تېره توره او سپر درسره واخلې

پر طرف زموږ د سيمي را روان يې

نو له دا رنګه خطره په امان يې

چي له ځانه سره شى هم را وا نه خلې

خنجر څه دئ ، تش لرګى هم را وا نه خلې

دئ هر څوک خبر د دې سيمي له خويه

غرونه هم د مېلمانه دي ساتندويه

غل ، غدوى هغه ته لار نيولاى نه سي

ور ته مخه د چا پلار نيولاى نه سي

او که ګوري په کاږه نظر څوک ده ته

د زمرو د خاوري دغه مېلمانه ته