نظم

سندري

Darwish Durrani

نو به سم د کوربنو ور ته خنجر وي

له بدنه به يې بېل هغه دم سر وي

مسافره چي تيار سې ته سفر ته

راسي خيال د سپېرې لاري دي و سر ته

نو به اخلې بيا له ځان سره سندري

چي په خوند کي وې خوږې لکه شکري

پرې به غم غلطوې په خپل مزله کي

بېخوندي به دي ځاى نه نيسي په زړه کي

پر طرف زموږ د سيمي را روان يې

نو له داسي بېخوندۍ به په امان يې

يې خبر به ته هم ښه له دې خبري

چي لرو موږ دلته ډېري ښې سندري