نظم

سندري

Darwish Durrani

چي يې اوري نو غمونه يې ټول هېر وي

ډېر ښه سات د مېلمانه راسره تېر وي

خو بيا هم چي ته زموږ پر خوا را واوړې

که سندري هم له ځانه سره راوړې

نو موږ نه وايو چي دې ته اړتيا نسته

ولي ووايو چي دې ته اړتيا نسته

څه تاوان لري چي ډېري ښې سندري

لا به ښه وي چي پرېوانه وي شکري