غزل څو به هسې آزادي په دا جهان کړې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څو به هسې آزادي په دا جهان کړې چې خبرې به د سر او د سامان کړې 02 همېشه به دا بهار درباندې نه وي چې به سيل په بوستان په گلستان کړې 03 واړه دُر دي بدلوې يې په مشکڼو! هر تالاش چې د دنيا په سود وزيان کړې 04 غمخواري د آل عيال دې احمقي ده چې د بل په زېرمه گرځي خپل نقصان کړې 05 په نفاق کې په ضايع شې مرد هغه دی چې پخوا تر دښمن جمع خپل کاروان کړې 06 چې په دوه بېړيو پښې دي هغه ډوب شي بې هوده يې دل بستگي په اين و آن کړې 07 د تېر عمر ارمان مه کوه رحمانه چرې نه وي چې په ياد ساعت ارمان کړې Dictionary meaning × Headword