غزل څو چې جام مې د شراب موندلی نه دی Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څو چې جام مې د شراب موندلی نه دی هېڅ لذت مې د شباب موندلی نه دی 02 په پالنگ کې د غفلت د يارۍ ځای شو ما په يو بستر کې خواب موندلی نه دی 03 په زکات د سپينه خوله کې انکار نه کړي خو حساب يې د نصاب موندلی نه دی 04 چغې پرېږده گنبد نه دی چول د عشق دی چا په دې ځای کې جواب موندلی نه دی 05 عشق خو پټ دی لېمه گوره ژړا سپين کړه چا د سيند په تل حباب موندلی نه دی 06 لا دې وينم چې مې وليدې قسم دی ما تر اوسه ستا نقاب موندلی نه دی 07 زه حمزه چې تر ابد يم پرې نومړی هېڅ له ياره مې خطاب موندلی نه دی Dictionary meaning × Headword