غزل څو چې جام مې د شراب موندلی نه دی امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 څو چې جام مې د شراب موندلی نه دی هېڅ لذت مې د شباب موندلی نه دی 02 په پالنگ کې د غفلت د يارۍ ځای شو ما په يو بستر کې خواب موندلی نه دی 03 په زکات د سپينه خوله کې انکار نه کړي خو حساب يې د نصاب موندلی نه دی 04 چغې پرېږده گنبد نه دی چول د عشق دی چا په دې ځای کې جواب موندلی نه دی 05 عشق خو پټ دی لېمه گوره ژړا سپين کړه چا د سيند په تل حباب موندلی نه دی 06 لا دې وينم چې مې وليدې قسم دی ما تر اوسه ستا نقاب موندلی نه دی 07 زه حمزه چې تر ابد يم پرې نومړی هېڅ له ياره مې خطاب موندلی نه دی د قاموس مانا × اصلي کلمه