غزل

څو که غرور وي ستا له نازه سره

Hamza Shinwari

څو که غرور وي ستا له نازه سره

مل مې پښتو ده له نيازه سره

ورک په عالم کې د سکوت يمه زه

تللی يم ستا له يو اوازه سره

زه خو فضا يوه پنجره گڼمه

بيا مې څه کار شو له پروازه سره

تېر دې خوړی په هېڅ يو رنگ نه شمه

يم دې اشنا له هر اندازه سره

يا دې ژوندون دی خو نغمه نه شولو

مل وي زما دزړه له سازه سره

وينه يې نوش کړه واخله ياده ديار

نور دې څه کار دزړه له رازه سره

سترگې يې زړه ته رانزدې شوې حمزه

کونترې خوښې شوې له بازه سره