غزل څو مې چې لټون کړو هغه ښکلی به معدوم شو Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څو مې چې لټون کړو هغه ښکلی به معدوم شو حد مې چې دعلم چرته ختم شو، معلوم شو 02 هغه چې تل تل سره له عقله هم ماشوم شو زړی د احساس و چې په زړه سره موسوم شو 03 ما باندې يې چرې برند نظر هم پېرزو نه کړ وي به که سخي وي، خو زما دپاره شوم شو 04 ما وې زه به تل يم ستا له غم سره يوازې جوړ په دې وحدت کې دکثرت څنگه هجوم شو 05 راغلې يو ناڅاپه حيرانۍ يم ځکه وړی زور او تصرف د مايوسۍ راته معلوم شو 06 بس چې يو زلمی نظر مې وکړو هغه شوخ ته ما ورته کاته په رپ دسترگو کې ماشوم شو 07 هېر مې چې خپل نوم شو ستا د نوم په يادولو اوس راته دا ښکاري چې هر شي زما په نوم شو 08 تا چې راته وکړه اشاره او څه دې ووې ورک رانه په کيف کې، هم الفاظ هم مې مفهوم شو 09 خير دی دا به هم په محبت کې يومقام وي څه شي که حمزه پکې محروم او نامحروم شو Dictionary meaning × Headword