غزل
څو مې چې لټون کړو هغه ښکلی به معدوم شو
امیر حمزه شینواریڅو مې چې لټون کړو هغه ښکلی به معدوم شو
حد مې چې دعلم چرته ختم شو، معلوم شو
هغه چې تل تل سره له عقله هم ماشوم شو
زړی د احساس و چې په زړه سره موسوم شو
ما باندې يې چرې برند نظر هم پېرزو نه کړ
وي به که سخي وي، خو زما دپاره شوم شو
ما وې زه به تل يم ستا له غم سره يوازې
جوړ په دې وحدت کې دکثرت څنگه هجوم شو
راغلې يو ناڅاپه حيرانۍ يم ځکه وړی
زور او تصرف د مايوسۍ راته معلوم شو
بس چې يو زلمی نظر مې وکړو هغه شوخ ته
ما ورته کاته په رپ دسترگو کې ماشوم شو
هېر مې چې خپل نوم شو ستا د نوم په يادولو
اوس راته دا ښکاري چې هر شي زما په نوم شو
تا چې راته وکړه اشاره او څه دې ووې
ورک رانه په کيف کې، هم الفاظ هم مې مفهوم شو
خير دی دا به هم په محبت کې يومقام وي
څه شي که حمزه پکې محروم او نامحروم شو