غزل

څو څو ځله چې مړ شو بيا ژوندی هله شيدا شو

Hamza Shinwari

څو څو ځله چې مړ شو بيا ژوندی هله شيدا شو

د مرگ او ژوند د حد نه چې بهر شو مسيحا شو

ما شپې د انتظار ورته په سرو شونډو ژړلي

رو رو په موسېدو لکه سحر و په خندا شو

شايد چې اشنايي د غيريت لارې پرانيزي

حيران يم هغه ښکلی اشنا نه شو چې اشنا شو

خواخوږيه انتظاره اوس مې ته په زړه ورېږې

راځه د سترگو خونه مې روښانه کړه سبا شو

زه نه وم دروغجن چې دا مې وې زړه مې ورک دی

اشنا چې تا مې لاس په سينه کېښودو پيدا شو

پيدا شي لېوني د بړبوکو پکې پخپله

کوم زړه چې د بېلتون د حوادثو نه صحرا شو

حمزه! جز د هوس دی چې خبر دې کړم له رشکه

ښايست خو داسې څيز دی چې ښکاره شو د هر چا شو