غزل څو څو ځله چې مړ شو بيا ژوندی هله شيدا شو امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 څو څو ځله چې مړ شو بيا ژوندی هله شيدا شو د مرگ او ژوند د حد نه چې بهر شو مسيحا شو 02 ما شپې د انتظار ورته په سرو شونډو ژړلي رو رو په موسېدو لکه سحر و په خندا شو 03 شايد چې اشنايي د غيريت لارې پرانيزي حيران يم هغه ښکلی اشنا نه شو چې اشنا شو 04 خواخوږيه انتظاره اوس مې ته په زړه ورېږې راځه د سترگو خونه مې روښانه کړه سبا شو 05 زه نه وم دروغجن چې دا مې وې زړه مې ورک دی اشنا چې تا مې لاس په سينه کېښودو پيدا شو 06 پيدا شي لېوني د بړبوکو پکې پخپله کوم زړه چې د بېلتون د حوادثو نه صحرا شو 07 حمزه! جز د هوس دی چې خبر دې کړم له رشکه ښايست خو داسې څيز دی چې ښکاره شو د هر چا شو د قاموس مانا × اصلي کلمه