غزل سپين مخونه تور کودي شي په پيري کښې Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 سپين مخونه تور کودي شي په پيري کښې سم قدونه کوږ لرګي شي په پيري کښې 02 لکه شمع د سحر افتاب د ژمي هم بې تاب و هم زېړی شي په پيري کښې 03 يو طرف ته يې سر رږدي بل خوا درومي خپل صورت تمام پردی شي په پيري کښې 04 مړلا ښه وي پس له مرګه بيا ژوندی شي نشته دا چې څوک زلمی شي په پيري کښې 05 که څه وخوري لکه زهر نه درېږي نه څه څښی اؤ نه خوړی شي په پيري کښې 06 دا ځواني ده چې څه اوري يا څه ويني نه ليدی شي نه اورېدی شي په پيري کښې 07 ای رحمانه پيري هسې عاجزي ده که رستم وي زړه پری سوی شي په پيري کښې Dictionary meaning × Headword