نظم

سپک نظر

Gul Pacha Ulfat

د رانه پېټي په مايه اوښانو بار و

يو په بل پورې تړلی لوی کتار و

غوغړې وې باديده له خولې زگونه

غړمبېده اوښان له څرمې ډېر په قار و

يو لور بل لور به يې غاړې غړولې

سم په لاره باندې نه تله ناقرار و

د کتار مخکښې ساروان و په خره سور

او په خره پسې مربوط د اوښ بهار و

مشکل نه و تحمل د درنو پېټو

لوی مشکل په يوه خره پسې رفتار و

دا ذلت د اوښ همت نشو زغملی

ور سره ځکه احساس د ننگ و عار و

اوښ ويل ما د انسان بارونه وړي

په دی کار کښې کړی ماکله انکار و

سرکشي مې کړې نه ده له انسانه

زما مدار مې که ناپوه او که هوښيار و

په هر لوري ورپسې يم روان شوي

که په لاس کښې د ماشوم زما مهار و

مگر خره پسې د ځان تړل نه غواړم

ما ته دومره سپک نظر کله په کار و

انسان څه چې اوښ يې هم تحمل نه کا

سپک نظر گوره له هر باره دروند بار و