غزل

ستا د سپينه مخه ځار زما زړګی شه

Khatir Afridi

ستا د سپينه مخه ځار زما زړګی شه

هم له تانه سپېلنې او هم لوګی شه

د زړګي زخمونه ګورمه چې څه کا

يو ځل بيا هغه پخوا په رنګ مُسکی شه

ستا په ژبه باندې هر ژبه خوند کا

ای اشنا لا پېښوری لا افريدی شه

لکه کور دې د زړګي زما ويران کړو

هجره دغسې ويرانه دې کورګی شه

زه او ته د چا ژړا او خندا څه کړو

زما اوښکې دي باران ته پسرلی شه

اوس يې لرې شه د ګل ځنې رقيبه

چې پخپله باندې ګل شي بيا اغزی شه

زه خاطر دې نور خاطر کولی نشم

ای رقيبه که پوهيږې نو سړی شه

چې صحرا شي را ښکاره دنيا فاني شي

ته خاطر ته په کتو لکه هوسی شه