غزل

ستا جفا د حد په هورته شوه صنمه

Rahman Baba

ستا جفا د حد په هورته شوه صنمه

تل مې اوښکې موج وهي دزړه له يمه

په کې ډوب شومه له سره تر قدمه

د زړه زخم مې محروم دی له مرهمه

څو به پټه واقعه اوسي پنهمه

هسې ډوب په فکر تلی يم له غمه

نه پوهېږم چې په غر يم که په سمه ـ

که مې زده وی له دې هسې رنگ خواريه

ما به نوم اخستی نه و د ياريه

خبر نه وم د هجران له دلگيريه

صبر وکړم عاقبت له ناچاريه

ستا د غم په درياب ډوب يم تر مريه

بې تا نه لرم هېڅوک د دستگيريه

مگر ته په خپله لاس راکړې همدمه ـ

ما وې نور به اشنايي د هېچا نه کړم

هم په دا رنگې مې نيت و بارې څه کړم

دانسته د غم کوهي ته پرېواته کړم

په هنر به شلومبې څه رنگه شوده کړم

د قسمت علاج په چا شي چې يې زه کړم

که په سل رنگه تالاش و تدبير وکړم

خلاصی نه مومم له لوحه له قلمه ـ

خوبرويان که بې وفا دي هم خو وړه دي

عاشقان که وفادار دي هم خو پړه دي

په وندوني په حساب کې د دوی مړه دي

مقتولان واړه دمينې په چاړه دي

ستا له غمه هر چې دي زما په زړه دي

اوس به حال وچاته څه وايم چې څه دي

غرض دا دی چې زه گرم يم تا ناگرمه ـ

يو خو دا چې په صورت يې پري رويه

هم په خوی و په خصلت فرښته خويه

گلاب آب و آبرو واخست ستا له رويه

په تخته د زړه نامه ستا کښلې بويه

هم په قد و په قامت هر گوره لويه

بيا به نه مومي څوک ستا غوندې لجويه

که يې غواړي په هژده هزار عالمه ـ

ستا له غمه زه په ځان کړم هسې چارې

چې دښنه يې وبله نه کا گلعذارې

که باور نه کړې دا حال وگوره باې

چې له سترگو مې د وينو درومي دارې

ته به څه سبب زما له لاس آزارې

دا زما گناه راوښيه دلدارې

چې توبه کړم نصوحا غوندې محکمه ـ

لاس تر غاړه له رقيب سره خندا کړې

چې ما وونې له قصده راته شا کړې

په غمونو د عيش ورځ زما بېگا کړې

پخوا نه وې په دا خوی آموخته چا کړې

خدای يې ويني هغه چارې چې په ما کړې

تر ابدې ورځې پورې به جفا کړې

که به کله هم جاروځي له ستمه ـ

تا چې هسې بې نيازي دځان پېشه کړه

په عاشق دې دخندا ځمکه متره کړه

جور ستم دې په عاشق دځان ښېوه کړه

زه غږ نه کړم چې دې زړه غواړې هغه کړه

بيا دې ورځ په غريبانو توره شپه کړه

نور دا هسې د جفا خويونه مه کړه

خلقه به دې له جوره شي برهمه ـ

ستا زما له مينې هرڅوک خبردار دي

دا خبرې کوراکور په هر ديار دي

د پېغور مالگې پرتې مې په پرهار دي

دا خبرې شپه او ورځې څه په کار دي

چې فلانا فلانا سړي سره دوستدار دي

اوس په بېرته جارواته و ماته عار دي

چې رسوا تر عربه تر عجمه ـ

هغه ژوي چې په تا باندې مين وي

په وگړي کې رسوا لکه کوه کن وي

په داغونو ستا دعشق يې زړه گلشن وي

د کاکل ناز ته عشاق لکه سوزن وي

همېشه انگشت نما په مرد وزن وي

چې دا نخښې په کې نه وي دروغجن وي

که په هره گړۍ خوري هزار قسمه ـ

نښانه دعاشقانو اول داده

چې مدام يې سريکار وي له فرياده

ښکلی يار يوه دم نه وباسي له ياده

شېرين نوم خپل برابر کا له فرهاده

تل نامه دبدناميه وي پرې زباده

نه وېرېږي له پېغوره له اهداده

بې د يار دجداييه له ماتمه ـ

هر چې زړه يې مبتلا شي په بتانو

زيست يې نه شي يو ساعت بې مهرويانو

خپل روغ ځان کاندي حساب له دېوانگانو

که د عشق په اور بازي د پتنگانو

که څوک ور کا بادشاهي دبادشاهانو

په نسبت دهغه سويو سوختگانو

دا متاع ده تر يوه خسڼي کمه ـ

که سليمان غوندې سمند يې په هوا وي

په سبب دعاشقۍ به خاک پا وي

قيس مجنون غوندې له خلکه به جدا وي

له خاطر يې هر څه هېر بې دليلی وي

همېشه به په فرياد و په غوغا وي

چې دا هسې نښانې په کې پيدا وي

ترو هاله پرې عاشقي ده مسلمه ـ

عاشقي دې هېڅوک نه گڼي اسانه

دا خبره ده دحد په هورته گرانه

د بهار راتله خونشته بې خزانه

غواص نه مومي گوهر بې له عمانه

وصال نه دی چا موندلی بې هجرانه

ته له زړه سره اټکل وکړه رحمانه!