غزل

ستا له غمه مې په مخ باندې ولې دي

Rahman Baba

ستا له غمه مې په مخ باندې ولې دي

لږ مې وپوښته له حآله چې ولې دي؟

زه په تا پسې مجنون يم قارون نه يم

چې مطلب مې غوا و غېلې ياغلې دي

هغه کوډې لکه تا دې په ما کړې

کله کړې په مجنون باندې لېلی دي

لکه ما چې مصلې در پسې لنگ کړې

کوم ملنگ هسې لنگ کړې مصلې دي

بوی هم ستا د وفا نه دی رابلودلی

ما په خپله خپلې کړې تسلې دي

نصيحت اثر په زړه د عاشق نه کا

گڼه يادې زما ډېرې مسئلې دي

که رحمان د عاشقۍ په تېغ شهيد شي

د جنت حورې همه واړه دلې دي