غزل

ستا په الفت کښې به هوښيار نه شم

Khatir Afridi

ستا په الفت کښې به هوښيار نه شم

څو چې د عقل نه وزګار نه شم

سود مې د عشق په لېونتوب نه شي

څو چې رسوا دې په بار بار نه شم

يار بې وفا دې ماته هله وائي

چې ترې له سر او ماله زار نه شم

څو چې په تورو خاورو موړ نه شم

موړ به دې هومره په ديدار نه شم

که د منصور غوندې په دار شم اشنا

دا ستا له عشق به توبه ګار نه شم

خاطره! داسې ګذار عشق راکړلو

چې بل ګذار ته يې بېدار نه شم