غزل ستا په ناز کې رنگينۍ وې زړه راښکون زما له نيازه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ستا په ناز کې رنگينۍ وې زړه راښکون زما له نيازه جوړ باران د پسرلي و زما نياز د تا له نازه 02 سراسر بې خبرې وه چې خبر شومه له رازه پابندي د امتياز وه هم بهر له امتيازه 03 د ښايست خود نمايي چې شوه سينگار وته محتاجه هجر هم شو خوبولی مينه هم زمانه سازه 04 رو گردان له حسنه مه شه هغه تېر چې در په ياد کا حقيقت د مجاز دادی چې خبر شې له مجازه 05 ای د يار د تورو زلفو پرېشانه غوندې فکره ژوند د عشق دې لا فاني کړ، سلسله دې شه درازه 06 د کثرت په دې تيرو کې د کثرت په دې غوغا کې سودايي دې يم د زلفو، يم اشنا دې له اوازه 07 د حمزه د زړه مجنونه که دا ټوله دنيا نجد شي خو کاروان ستا دمراد به ښکاره کېږي له حجازه Dictionary meaning × Headword