غزل ستا په ناز کې رنگينۍ وې زړه راښکون زما له نيازه امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ستا په ناز کې رنگينۍ وې زړه راښکون زما له نيازه جوړ باران د پسرلي و زما نياز د تا له نازه 02 سراسر بې خبرې وه چې خبر شومه له رازه پابندي د امتياز وه هم بهر له امتيازه 03 د ښايست خود نمايي چې شوه سينگار وته محتاجه هجر هم شو خوبولی مينه هم زمانه سازه 04 رو گردان له حسنه مه شه هغه تېر چې در په ياد کا حقيقت د مجاز دادی چې خبر شې له مجازه 05 ای د يار د تورو زلفو پرېشانه غوندې فکره ژوند د عشق دې لا فاني کړ، سلسله دې شه درازه 06 د کثرت په دې تيرو کې د کثرت په دې غوغا کې سودايي دې يم د زلفو، يم اشنا دې له اوازه 07 د حمزه د زړه مجنونه که دا ټوله دنيا نجد شي خو کاروان ستا دمراد به ښکاره کېږي له حجازه د قاموس مانا × اصلي کلمه