غزل
ستا په زړه کې دي په جدا ډول روان دواړه
Hamza Shinwariستا په زړه کې دي په جدا ډول روان دواړه
بيا يې له ځان سره يقين او گومان دواړه
دين او دنيا دواړو ته که تا امتزاج ورکړ
ورک به شي په تا کې د امکان او زمان دواړه
ښکاري چې وفا يې هم د تمې پيداوار دی
يو چې دي په خوی کې حريفان او سگان دواړه
يو حريص د قام ښېگړه، بل غرض د ځان کا
څه که يو روزگار کوي مېږي او مچان دواړه
گران مې لېونتوب دی له همه وو لېونو نه
ما چې ودان کړی دی صحرا او مکان دواړه
اوس راته خواږه تراخه د تا، تراخه خواږه شي
ما دې چې خواږه تراخه قبول کړه په ځان دواړه
ولې نو واعظه په يوکور کې مېشته نه وو
ډېره زمانه سره وو، خدای او بتان دواړه
پوه چې په مطلب شوم هله پس وپوهېدلم
ستا نام او نشان و، زما نوم او نشان دواړه
وران په نصيحت د واعظانو حمزه نه شو
وگوره حرم او بتکده دي ودان دواړه