غزل ستا و راتگ چې د اضدادو نه ميرڅۍ لاړې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ستا و راتگ چې د اضدادو نه ميرڅۍ لاړې دعقل او عشق هغه جنبې او دښمنۍ لاړې 02 ستا نه په تور د مينې لاړ نه شي تر عمره اشنا څه شي زما که په ژړا ژړا ککۍ لاړې 03 ستا د ښکلا په بلنديو کې نظر لا څه و چې د همت د سر نه هم ورته خولۍ لاړې 04 فيض د ديدن مې وچو شونډو د ارمان ته يووړ زړه ته چې بېرته زما اوښکې لېونۍ لاړې 05 په پسرلي کې په هر خوا دغه نعرې اورم چې دې طرف، هغه طرف، لاړې هوسۍ لاړې 06 د لېونو د اسوېلو و برکت، که څه وو؟ هغه صحرا ده، خو کوم خوا يې بړبوکۍ لاړې 07 ښکليه چې تا د خپل حمزه سره وفا ونه کړه ځکه هر لور ته دې نعرې د بې پتۍ لاړې Dictionary meaning × Headword