غزل
ستا و راتگ چې د اضدادو نه ميرڅۍ لاړې
امیر حمزه شینواریستا و راتگ چې د اضدادو نه ميرڅۍ لاړې
دعقل او عشق هغه جنبې او دښمنۍ لاړې
ستا نه په تور د مينې لاړ نه شي تر عمره اشنا
څه شي زما که په ژړا ژړا ککۍ لاړې
ستا د ښکلا په بلنديو کې نظر لا څه و
چې د همت د سر نه هم ورته خولۍ لاړې
فيض د ديدن مې وچو شونډو د ارمان ته يووړ
زړه ته چې بېرته زما اوښکې لېونۍ لاړې
په پسرلي کې په هر خوا دغه نعرې اورم
چې دې طرف، هغه طرف، لاړې هوسۍ لاړې
د لېونو د اسوېلو و برکت، که څه وو؟
هغه صحرا ده، خو کوم خوا يې بړبوکۍ لاړې
ښکليه چې تا د خپل حمزه سره وفا ونه کړه
ځکه هر لور ته دې نعرې د بې پتۍ لاړې