غزل تا چې لاس زما زړه په وينو وللي Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تا چې لاس زما زړه په وينو وللي رقيبان دې نظارې ته دي بللي 02 ناست ځکه رقيبان شو ستا په در کې چې دخاورو دې په ما جوړ کړي څلي 03 يوځای ما سره په گور غريبان کې واړه مل دي هغه تا چې دي رټلي 04 هلاهل دې په پياله دسترگو راکړه دلبانو مې دې چا لره ساتلي 05 داسې مړه دي پس دمرگه د مړو تېر دي د بڼو په غشو تا چې دي وژلي 06 نه جنت ويني نه حورې نه قصرونه کور دي تا چې په دنيا نه دي کتلي 07 اميد شته چې په مرقد مې پيره راوړې ما بې حده منتونه دي منلي 08 په مرقد د حمزه هله راتله بويه چې گلونه په دستار دې وي ټومبلي Dictionary meaning × Headword