غزل

تا چې لاس زما زړه په وينو وللي

امیر حمزه شینواری

تا چې لاس زما زړه په وينو وللي

رقيبان دې نظارې ته دي بللي

ناست ځکه رقيبان شو ستا په در کې

چې دخاورو دې په ما جوړ کړي څلي

يوځای ما سره په گور غريبان کې

واړه مل دي هغه تا چې دي رټلي

هلاهل دې په پياله دسترگو راکړه

دلبانو مې دې چا لره ساتلي

داسې مړه دي پس دمرگه د مړو تېر دي

د بڼو په غشو تا چې دي وژلي

نه جنت ويني نه حورې نه قصرونه

کور دي تا چې په دنيا نه دي کتلي

اميد شته چې په مرقد مې پيره راوړې

ما بې حده منتونه دي منلي

په مرقد د حمزه هله راتله بويه

چې گلونه په دستار دې وي ټومبلي