غزل
تا پسې بې کور لکه يو شور يمه
Hamza Shinwariتا پسې بې کور لکه يو شور يمه
سيند د محبت غوندې يو زور يمه
ما لکه نرگس په ټيټو سترگو وې
لاس مې کړه امسا ته اشنا کور يمه
خلاص به د همزولو د پېغوره شې
ښه شوه چې لايق دې د پېغور يمه
اوس مې کړه راجمع په لمدو بڼو
وم دې زه قسمت د حُسن خور يمه
سترگې کړه راپورته چې بې باکه شم
پنگه د الفت يم په تا پور يمه
غاښ مې د الفت د حرص مات نه شو
غوڅ که په دې لور يم، په دې لور يمه
لوستی دې اشنا که زه حمزه يمه
واړوه دا پاڼه څه لږ نور يمه