غزل

ته شها یې شکر لب

Rahman Baba

ته شها یې شکر لب

ګل رخساره سیم غبغب

په نادرو کې نادره

په عجبو کې عجب

په جمله وو معشوقو کې

بوالعجب یې منتخب

بې زېوره ښایسته یې

بې ترتیبه مرتب

دغه داد د الهي دی

بې تالاشه بې طلب

آبِ حیات چې حیات بیا موند

ستا د شونډو له سبب

مخ دې سپین تر سپین سبا دی

زلفې تورې تر تور شب

ستا د مخ عرق دانه وه

زینت رانیوله کوکب

د ښایست مخی دې نشته

تر مشرقه تر مغرب

د وصال مونده دې ګران دی

مګر فضل شي له رب

چې د رب فضل پرې وشي

هغه خلاص شي له غضب

دا دولت د خدای په داد دی

مونده نه شي له نسب

عشق څه هسې علم نه دی

چې حاصل شي له مکتب

مکتب حال د مذهب وایي

عشق سوا دی له مذهب

د عاشق مذهب هم دا دی

چې دم نه وي بې مطلب

ستا د حسن په صفت کې

رحمان ګونګ شه له ادب