غزل ته چې ماته وايې چې په څه کوې ژړا Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ته چې ماته وايې چې په څه کوې ژړا نه درمعلومېږي دغه خپل جور و جفا 02 ته جور و جفا کړې زه ژړا کوم دلبره ستا که دغه نه وی دا به هم نه وی زما 03 څه ښادي به کاندي طايفه دعاشقانو رسم د بتانو که هم دا وي لکه ستا 04 دا خصلت چې ستا دی که هم تل په دغه شان وي نه رامعلومېږي د دردمند د زړه دوا 05 څو به دا جفا کړې نه پوهېږم څه بلا شوه څو به وي تر کومه دا جفا و دا بلا 06 يو دا ستا ماڼی شو بل غورزي د رقيبانو وار په وار مې وژني کله هغه کله دا 07 هر چې عاشقي کا که په قطع افلاطون وي زه خو يې مجنون گڼم که نن وي که سبا 08 سپي هم په عذاب د جدايۍ د وژلو نه دي زه خو گوندې ستا د کوڅې سپی شوم په وينا 09 هېڅ مې په کار نه دي رحمان تا غواړم دلبره زه په دا راضي يم باقي هر چې ستا رضا Dictionary meaning × Headword