غزل ته مې هېر کړې خو مه وايه چې دردونه لاړه بس شو Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ته مې هېر کړې خو مه وايه چې دردونه لاړه بس شو که لمبه د اور شوه تېره خو بڅرې يو په لس شو 02 د الفت رنگين خوبونه د ځوانۍ په گلستان کې چې خزان د پيرۍ راغی، تعبيرونه د هوس شو 03 ړنده مينه په گړنگ وه، بچ ضمير له پرېوتو کړه يا په توره نيمه شپه کې اوازونه د عسس شو 04 نظر ستړی شو پرده شوه، گنې يار دی بې حجابه چې منزل ته رسېد نه شو، هغوی ځکه راواپس شو 05 د بڼو ستنې دې راوړه چې ځلعت د وصال جوړ شي په شلېدو د وروستۍ ورځې ټول تارونه د نفس شو 06 ده ليلی هم مضطربه فکر مه کوه مجنونه يو له بل نه بې قرار شي دا بانگونه د جرس شو 07 رقيبان يې که د مينې دعوېدار دي حمزه څه شو سر شيندل د پتنگ کار دی، نه په برخه د مگس شو Dictionary meaning × Headword