غزل

ته مې هېر کړې خو مه وايه چې دردونه لاړه بس شو

امیر حمزه شینواری

ته مې هېر کړې خو مه وايه چې دردونه لاړه بس شو

که لمبه د اور شوه تېره خو بڅرې يو په لس شو

د الفت رنگين خوبونه د ځوانۍ په گلستان کې

چې خزان د پيرۍ راغی، تعبيرونه د هوس شو

ړنده مينه په گړنگ وه، بچ ضمير له پرېوتو کړه

يا په توره نيمه شپه کې اوازونه د عسس شو

نظر ستړی شو پرده شوه، گنې يار دی بې حجابه

چې منزل ته رسېد نه شو، هغوی ځکه راواپس شو

د بڼو ستنې دې راوړه چې ځلعت د وصال جوړ شي

په شلېدو د وروستۍ ورځې ټول تارونه د نفس شو

ده ليلی هم مضطربه فکر مه کوه مجنونه

يو له بل نه بې قرار شي دا بانگونه د جرس شو

رقيبان يې که د مينې دعوېدار دي حمزه څه شو

سر شيندل د پتنگ کار دی، نه په برخه د مگس شو