غزل ته شها يې شکر لبه Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ته شها يې شکر لبه گل رخساره سيم غبغبه 02 په نادرو کې نادره په عجبو کې عجبه 03 په جمله وو معشوقو کې بوالعجب يې منتخبه 04 بې زېوره د لفرېبه بې ترتيبه مرتبه 05 دغه داد الهي دی بې تالاشه بې طلبه 06 آب حياتو حيات بياموند ستا د لبو له سببه 07 مخ دې سپين تر سپين سبا دی زلفې تورې تر تور شبه 08 ستا د مخ عرق دانه وو زينت رانيو له کوکبه 09 د ښايست مخی دې نشته تر مشرقه تر مغربه 10 د وصال مونده دې گران دي مگر مهر شي له ربه 11 چې د رب فضل پرې وشي هغه خلاص شي له غضبه 12 دا دولت دخدای په داد دی مونده نه شي له نسبه 13 عشق څه هسې علم نه دی چې حاصل شي له مکتبه 14 مکتب حال د مذهب وايي عشق سېوا دی له مذهبه 15 د عاشق مذهب هم دا دی چې دم نه وي بې مطلبه 16 ستا د حسن په تعريف کې رحمان گونگ دی له ادبه Dictionary meaning × Headword