غزل
تاته به ښه نه ښکاري چې زه وايم
Hamza Shinwariتاته به ښه نه ښکاري چې زه وايم
ماته خو ډېر ښه ښکاري چې څه وايم
داسې جامعه نشته چې ورشمه
څه مې چې په زړه وي هغه ووايم
نه کېږي د پښتنې دضمير نه کېږي
بيا به هم څه وايم که څه نه وايم
کومی د وجدان دې په دې تريخ مه شه
زه خو حق پسند يمه خواږه وايم
څه وکړم چې لاس راته په خوله کښېږدي
خود چې څه په زړه وي په لېمه وايم
ما وې پښتانه باڼه به ټيټ نه شي
اوس ورته هندکۍ که پښتانه وايم
بيا يې سباگوره چې ډېر سم به وي
نن دې خلق وايي چې کاږه وايم
تل به په وينا کې نوی شان لرم
گوره يې بيا بيا که زه زاړه وايم
تلونکي دې يادونه دي که ډېر دي څه
زه حمزه هغو ته مېلمانه وايم